بلجیم د اسراییلو لپاره د وسلو لېږد منع کړ 
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i169932-بلجیم_د_اسراییلو_لپاره_د_وسلو_لېږد_منع_کړ
بروکسل له فلسطین څخه په ملاتړ کې د صهیوني رژیم لپاره د وسلو او فوځي تجهیزاتو د لېږد پر وړاندې خپل هوايي حریم وتړلو. 
(last modified 2026-01-25T02:44:45+00:00 )
Jan 25, 2026 07:13 Asia/Kabul
  • بلجیم د اسراییلو لپاره د وسلو لېږد منع کړ 

بروکسل له فلسطین څخه په ملاتړ کې د صهیوني رژیم لپاره د وسلو او فوځي تجهیزاتو د لېږد پر وړاندې خپل هوايي حریم وتړلو. 

د بلجیم د بهرنیو چارو وزارت ویاند الجزیرې ته وویل: موږ اسراییلو ته د هغو وسلو صادرات او انتقال منع کړل چې په فلسطین کې کارول کېږي،. 

دغه ویاند زیاته کړه: یوه سلطنتي فرمان اسرائیلو ته د نظامي تجهیزاتو وړونکو الوتکو تګ او د بلجیم له اسمانه په تېرېدو باندې بندیز لګوي. موږ هڅه کوو چې د لویدیځې غاړې او غزې په وضعیت کې د کړکېچ د زیاتېدو مخنیوی وکړو. 

دغه ویاند ټینګار وکړ: په هغو الوتکو د تېرېدو بندیز چي اسرائیلو ته وسلې رسوي، له نړیوالو قوانینو سره زموږ ژمنتیا ده. 

بروکسل چې د اروپا اتحادیې او ناټو مرکز دی له دې وړاندې هم ، په یوه بې ساري اقدام کې د اسراییلو د نسل وژنې په قضیه کې نړیوالې جزایي محکمې ته د شکایت کونکو په ډله کې شامل شوی و.   

بلجیم تیر کال هم د اروپا د ځینو نورو هېوادونو سره په ګډه فلسطین په رسميت وپیژند.