ګوترش: غزه د فلسطین نه جلا کېدونکې برخه ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i170354-ګوترش_غزه_د_فلسطین_نه_جلا_کېدونکې_برخه_ده
د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ټینګار وکړ چې په غزه کې هر ډول دوامداره حللاره باید له نړیوالو قوانینو سره سمون ولري.
(last modified 2026-02-04T02:51:11+00:00 )
Feb 04, 2026 07:19 Asia/Kabul
  • ګوترش: غزه د فلسطین نه جلا کېدونکې برخه ده

د ملګرو ملتونو سرمنشي آنتونیو ګوترش ټینګار وکړ چې په غزه کې هر ډول دوامداره حللاره باید له نړیوالو قوانینو سره سمون ولري.

د الجزیرې په حواله، ګوترش وویل چې دغه حللاره باید د یوه قانوني او یوه موټي فلسطیني حکومت په جوړولو بدل شي، چې په نړیواله کچه په رسمیت وپېژندل شي.

هغه د دې پر اړتیا په ټینګار سره چې بشردوستانه مرستې باید ژر او بې له محدودیتونو، په ځانګړې توګه د رفح د دروازې له لارې، ورسېږي، څرګنده کړه: «غزه د فلسطین نه جلا کېدونکې برخه ده او باید همداسې پاتې شي.»

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتېرېش ویلي چې د تېر کال په اکتوبر کې د اوربند له هوکړې راوروسته په غزې کې څه باندې ۵۰۰ فلسطیني وګړي وژل شوي او د اوربند د بشپړ پلي کېدو او نړیوالو قوانینو د عملي کېدو غوښتنه یې کړې ده.

ګوتېرېش پرون په خپله اېکس پاڼه کې لیکلي چې ټولې خواوې دې اوربند په بشپړه توګه پلی کړی، نړیوالو قوانینو ته دې درناوی وکړي او اجازه دې ورکړي چې غزې ته بشردوستانه مرستې له خنډ پرته په پراخه کچه دننه شي.

دا په داسې حال کې ده چې په غزه کې بشري وضعیت د ترینګلتیاوو د دوام او بشردوستانه مرستو ته د ازاد نه لاسرسي کبله ترینګلی دی.

له دې وړاندې روغتیايي چارواکو خبر ورکړی وو چې اسرائیلو په غزې او خان‌یونس کې د شپږو ماشومانو په ګډون ۳۱ فلسطیني وګړي وژلي دي.

د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو د مرستو او کارموندنې سازمان (انروا) هم ویلي چې د غزې اوسېدونکو ژوند لا هم کړکېچن دی او ګڼ شمېر یې په وار وار جبري بې ځایه شوي او لومړنیو خدماتو ته محدود لاسرسی لري.