په قدس کښې د پوځي خدمت مخالفو حریدیانو مظاهره وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i173506-په_قدس_کښې_د_پوځي_خدمت_مخالفو_حریدیانو_مظاهره_وکړه
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رژیم په پوځ کښې په کار کولو باندې بیا اعتراض کښې حریدي صهیونیسټانو د نیواکي قدس د ښار په واټونو کښې لاریون وکړ.
(last modified 2026-05-29T00:37:54+00:00 )
May 29, 2026 05:01 Asia/Kabul
  • په قدس کښې د پوځي خدمت مخالفو حریدیانو مظاهره وکړه

ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اسرائیلو رژیم په پوځ کښې په کار کولو باندې بیا اعتراض کښې حریدي صهیونیسټانو د نیواکي قدس د ښار په واټونو کښې لاریون وکړ.

په دغه اعتراضیه لاریون کښې چې بیګا ناوخته وشو حریدي صهیونیسټانو د صهیونیسټ رژیم په پوځ کښې په خدمت کولو باندې بیا اعتراض کښې د نیواکي قدس د ښار واټونه بند کړل.

د اسرائیلو د حریدیانو د پوځي خدمت مسله د صهیونیسټ رژيم په ټولنه کښې یو زوړ او نه حل شوې چیلنج ګڼل کیږي او په تیرو څو میاشتو کښې د قانون د اجرا کولو لپاره د کابینې د دباو په زیاتیدا سره داخلي اعتراضونو په یوه اصلي چورلیز بدل شوی دی.

د اسرائیلو حریدیان یعني سرزوري ارتوډکس یهودیان د عسکرۍ له خدمت کولو او په جنګ کښې له ګډون کولو د دیني زده کونکو د بشپړه معافولو غوښتنه کوي خو په مقابل کښې د صهیونیسټانو ستره برخه په پوځي خدمت کښې د ټولو د برابرۍ غوښتنه کوي.

په دې سربیره د اسرائیلو پوځ هم ډیر سخت انساني ځواک په تیره بیا عملیاتي ځواک ته ضرورت لري.

په دې مینځ ومان کښې په ائتلاف کښې د اختلافاتو زیاتیدا ته په پام سره د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو له بندون سره مخامخ شوی دی او کوشش کوي د ائتلاف د دړې وړې کیدا د مخنیوي لپاره یوه لاره پیدا کړي.