د فلسطین مقاومت غورځنګ شپږ صهیونیسټان مړه او ژوبل کړل
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی د اردن سیند په لویدیځې غاړې کښې د مقاومت د ځواکونو په عملیاتو کښې یو صهیونیسټي هلاک او پینځه نور ژوبل شول.
د فلسطین مقاومت ډلو په لویدیځې غاړې کښې د صهیونیسټانو پرضد برید کړی چې د یوه اسرائیلي د وژل کیدا او د پینځو نورو د ژوبلیدا سبب شوی دی.
دغه حمله دوو فلسطینیانو کړې ده چې یو د نښتې په وخت شهید شوی او بل په تښتې بریالی شوی دی.
بل خبر دا چي اسرائیلو د غزې په جنوب کښې د حماس غورځنګ د یوه قومندان د شهیدولو ادعا کړې ده.
د اسرائیلو پوځ ادعا وکړه چې د فلسطین د غزې تړانګې په جنوب کښې یې په هوايي حملې کښې د حماس غورځنګ یو مهم قومندان ابو کریم چې د نخبه ځواک مشر دی شهید کړی او یوبل مهم کس یې ژوبل کړی هم دی.
د اسرائیلو پوځ وویل چې ابوکریم د ۲۰۲۳ میلادي کال د اکتوبر د میاشتې په اومه نیټه په «کیسوفیم» سیمه کښې په حملې کښې لاس درلود.
د فلسطین حماس غورځنګ د اسرائیلو دغه ادعا تائید یا رد کړې نه ده.