حماس: هیڅکله خپلې وسلې امریکا او اسرائیلو ته نه ورکوو
پارس تودی- په بهر کې د حماس د غورځنګ د سیاسي دفتر مرستیال اعلان وکړ چي دغه غورځنګ هیڅکله خپلې وسلې اسرائیل او امریکا ته نه ورکوي.
د پارس تودی له راپور سره سم، د حماس د سیاسي دفتر مرستیال موسی ابومرزوق د روسیې ریانووستي سره په مرکه کې وویل: وسلې یوازې فلسطیني لورې ته سپارل کېدایشي، که د فلسطین کورواکه اداره وي او که د فلسطین راتلونکی دولت، لیکن هیڅکله وسلې صهیونیست رژیم یا امریکا او یا هم ورسره اړوندو لورو ته نه ورکوو.
له دې مخکې د حماس د دفتر بل غړی حسام بدران هم اعلان وکړ چي د وسلو مساله د فلسطین د خلګو له ملي او سیاسي حقوقو سره تړلې ده او له هیڅ ځانګړي مقاومتي ډلې سره تړاو نه لري.
د حماس غورځنګ دغه جګپوری غړی زیاته کړه: له لسګونو کلونو نیواک څخه وروسته د مقاومت وسلې د خپلواک حکومت د تاسیسولو او برخلیک ټاکلو لپاره د فلسطین د خلګو له حق سره تړلی دی.