د یمن له خوا د «المخا» په بندر توغندیز برید
پارستودی- خبري سرچینو د یمن د وسلهوالو ځواکونو له لوري د لوېدیځ یمن د «المخا» بندر کې د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې عناصرو پر مورچلو د توغندیز برید خبر ورکړی.
د ایرنا د راپور له مخې، د یمن پوځ یو ځل بیا د تعز ولایت په لوېدیځ کې د المخا په بندر کې د سعودي عربستان تر ملاتړ لاندې عناصرو په پوځي مرکزونو توغندیز برید کړی دی.
د الجزیرې خبري شبکې د المخا بندر د یوه چارواکي له قوله راپور ورکړی چې په دې توغندیز برید کې بندر ته زیانونه او ویجاړۍ اوښتې دي. سیمهییزې سرچینې وايي، د یمن د وسلهوالو ځواکونو په دې تازه برید کې دوه بالستیک توغندي کارول شوي دي.
د روانې اوونۍ په منځ کې هم د یمن وسلهوالو ځواکونو د تعز ولایت د المخا بندر پر بېړۍتمځای د چاودېدونکو توکو له یوه ډک شوي کښتۍ په وسیله برید کړی و. د یمن وسلهوالو ځواکونو په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې په المخا کې یې د سعودي ځواکونو د راټولېدو مرکزونه او د وسلو زېرمتونونه په یوه دقیق برید کې په نښه کړي دي.
د یمن وسلهوالو ځواکونو ټینګار کړی چې د یمن خلک او وسلهوال ځواکونه به د اعلان شوې معادلې له مخې عمل کوي: «د محاصرې په مقابل کې محاصره، د بریدونو د زیاتوالي په مقابل کې د بریدونو زیاتول، او د هغو کسانو په نښه کول چې د یمن خلک په نښه کوي.»
المخا د لوېدیځ یمن د تعز ولایت یو مهم بندر دی چې د بابالمندب تنګي ته څېرمه موقعیت لري او د سعودي عربستان له متحدو ملیشو سره تړلو ځواکونو تر کنټرول لاندې دی.