د عربستان د اقتصادي تاوانونو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i179886-د_عربستان_د_اقتصادي_تاوانونو_په_اړه_اندیښنې_زیاتې_شوي_دي
زمونږ خبریال راپور راکړی له یمن سره د جنګ له امله د سعودي عربستان د اقتصادي زیانونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.
(last modified 2026-10-13T07:05:22+00:00 )
Oct 13, 2026 11:30 Asia/Kabul
  • د عربستان د اقتصادي تاوانونو په اړه اندیښنې زیاتې شوي دي

زمونږ خبریال راپور راکړی له یمن سره د جنګ له امله د سعودي عربستان د اقتصادي زیانونو په اړه اندېښنې زیاتې شوې دي.

د یمن له پوځ سره د جنګ له امله د سعودي عربستان د اقتصادي زیانونو په اړه اندېښنې ورځ تر بلې زیاتېږي.

اټکل کېږي چې د سعودي عربستان ناخالص کورنی تولید به په روان میلادي کال کې درې اعشاریه شپږ فیصده کم شي. د تېلو د فعالیتونو او صادراتو کمېدل او د هوايي ډګرونو بندیدل د دې کمښت له مهمو لاملونو څخه دي.

د سعودي عربستان لوی هوايي ډګرونه به تر  راتلونکې شنبې ورځې پورې خپل فعالیتونه بند وساتي.

همدارنګه، هغه نړیوال هوايي شرکتونه هم مخ په زیاتېدو دي چې سعودي عربستان ته خپلې الوتنې لغوه کوي.

د یمن د پوځ بریدونو په سعودي عربستان کې د دوو سترو غونډو پر وړاندې ستونزې جوړې کړې دي.

په دې غونډو کې په ریاض کې د تېلو نړیوال کنګرس هم شامل دی، چې د یکشنبې په ورځ پیل شو.

د تېلو د شرکتونو د څو لوړپوړو مدیرانو نومونه هم د دې کنګرس له پروګرامونو څخه حذف  شوي دي.

قطر او متحده عربي اماراتو هم د عربستان ریاض هوايي ډګر ته خپل الوتونه لغو کړي دي او د امریکا یوه شرکت هم د راتلونکي میلادي تر مارچ میاشتې پورې سعودي عربستان ته خپل الوتونه لغو کړي دي.