امریکا په یمن کې دآل سعودرژیم په جنایتونو کې شریکه ده
دامریکا یوه لیکوال اوشناندی سټیفن لنډمن نن له پریس ټی وی سره په خصوصی مرکې کې وویل ، په یمن کې دسعودی عربستان دائیتلاف په جنګ کې امریکا دیمن دبې ګناه ښځو ماشومانو اوعامو خلکو په وژلو کې دسعودی عربستان په وسله وال اوسیاسی ملاتړونو سره په دغو جنایتونو کې بشپړ شریکه ده .
دغه امریکائی لیکوال په دوام کې ویلی دی ، امریکا کلونه کلونه کیږی چې له ترهه ګرۍ سره دمبارزې په پلمه دبې پیلوټه الوتکو په وسیله دیمن پر خلکو حملې کوی او په بې دردۍ سره وژنی .
د دغه امریکائی لیکوال په وینا ، دسعودی عربستان له خوا دیمن دکلابندۍ په علت د دغه هیواد ولس ته خواړه او درمل نه رسیږی او دسعودیانو په وسیله دحملو له امله زیاتره ټپیان د درملنې دنه کیدا په علت خپل ژوند له لاسه ورکوی
هغه ویلی دی ، لودیځی په تیره بیا امریکائی رسنۍ دیمن په باب پیښو اوخبرونو ته څه خاص پوښښ نه ورکوی او معمولا زیاتره واقعات اپوټه وړاندې کوی او عربستان په حقه بریښوی .