د حلب له ختیځه د څلوېښت زرو تنو وتل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i35869-د_حلب_له_ختیځه_د_څلوېښت_زرو_تنو_وتل
د سوریې د بشری حقوقو د څارونکې ادارې مرکز اعلان وکړ، له څلوېښتو زرو نه زیات ترهه ګر له خپلو کورنیو سره د حلب له ختیځه وتلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Dec 21, 2016 13:12 Asia/Kabul
  • د حلب له ختیځه د څلوېښت  زرو تنو وتل

د سوریې د بشری حقوقو د څارونکې ادارې مرکز اعلان وکړ، له څلوېښتو زرو نه زیات ترهه ګر له خپلو کورنیو سره د حلب له ختیځه وتلی دی.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې دغه مرکز نن وویل، له حلب څخه د دغه شمېر ترهه ګرو وتل د ترهه ګرو د وتلو لپاره د روسیې او ترکیې ترمېنځ د موافقې له وخت نه عملی شوی دی.

د سوریې د بشری حقوقو د څارونکې ادارې د اعلان له مخې ټاکلې شوې ده څو بسونه په لسګونو زخمی کسان او د هغوی کورنۍ له شیعه مېشته ښارګیو الفوعه او کفریا  څخه بهر کړی.

ځینو سرچینو وویل، په حلب کښې د وسله والو ډلو ترمېنځ اختلافات د دغه ښار له ختیځه د ترهه ګرو په وتلو کښې د ځنډ سبب شوی دی.

همدارنګ ټاکلې شوې ده د حلب له ختیځه د وسله والو کسانو او د هغوی د کورنیو د وتلو چلند نن ختم شی.