پر یمن د سعودی رژیم د جنګی الوتکو حملې دوام لری
Jan 01, 2017 09:40 Asia/Kabul
د یمن په حجه ولایت کښې د سعودی رژیم په حملو کښې لږ تر لږه نهه کسان مړه او ژوبل شول.
د المسیره ټیلیویژنی چینل د نننی راپور په اساس، د یمن د حجه ولایت په حیران ولسوالۍ کښې پر دوه تیل وړونکو ټینکرانو د سعودی د جنګی الوتکو په برید کښې دوه تنه مړه او اووه نور ژوبل شول.
د سعودی عربستان بم غورځونکو جنګی الوتکو پرون د یمن په لویدیځ کښې د الحدیده ولایت بیلا بیلې سیمې هم تر حملې لاندې راوستې چې له امله یې سخت زیانونه واوختل.
سعودی عربستان د دوه زره پینځلسم میلادی کال په مارچ میاشت کښې د امریکې په ملاتړ د یمن د مستعفی ولسمشر قدرت ته د بیا رسولو په پلمه د دغه هیواد پر ضد جنګ پیل کړئ چې له امله یې په زرګونو عام یمنیان وژل شوی دی.
ټیګونه