هندی لومړی وزیر نیواکی فلسطین ته په سفر ځي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i39909-هندی_لومړی_وزیر_نیواکی_فلسطین_ته_په_سفر_ځي
زمونږ خبریال راپورراکړ دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودي به سږکال نیواکي فلسطین ته په سفر لاړ شي او دا به لومړنی هندی وزیر اعظم وي چې اسرائيلو ته سفر کوي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 01, 2017 11:50 Asia/Kabul
  • هندی لومړی وزیر   نیواکی فلسطین ته په سفر ځي

زمونږ خبریال راپورراکړ دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودي به سږکال نیواکي فلسطین ته په سفر لاړ شي او دا به لومړنی هندی وزیر اعظم وي چې اسرائيلو ته سفر کوي

 په نیواکي فلسطین کې  هند سفیر پاون کپور   داسرائيلو  له واي نټ خبری سایټ سره په مرکې کې   اسرائيلو ته دهندي لومړي وزیر دسفر  خبر ورکړی  او دغه راز ئې  دهند اواسرائيلو ددفاعي اوپوځي   اړیکو په پیاوړتیا ټينګار کړی دی .

ټاکل شوې ده هند اواسرائيل  دخپلو اړیکو  دټينګیدو  پنځه ویشتم  جشن  ولمانځي .   په اسرائيلو کې  دهندي سفیر  په  وینا،  نیواکي فلسطین ته  د هندي لومړي وزیر دسفر نیټه  مشخصه نه ده خو په زیات احتمال سره به دغه سفر  په جون اویا جولائي میاشتو کې ترسره شي ږ

 په ۲۰۱۵کال کې  دهندوستان  ولسمشر پرناب موکرجي هم  اسرائيلو ته سفر کړی ؤ چې دا هم  اسرائيلو ته دهندوستان د ولسمشر لومړنی سفر ؤ . دهندوستان بي جې  پی سیاسی ګوند  او  آر ایس اس   د  افراطي هندوانو  تنظیم شمیرل کیږي  او آر ایس ایس  له اسرائيلو سره ځانګړي او  نزدې اړیکې لري .