بلاخره دعربستان ریاض هم دیمن والو دتوغندیو په نښه شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i40259-بلاخره_دعربستان_ریاض_هم_دیمن_والو_دتوغندیو_په_نښه_شو
العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړ سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې المزاحمیه سیمې کې په یوه پوځي مرکز د یمن د پوځ اومبارز ولسی ځواک بالسټیک توغندی لګیدلی چې ویل کیږي ستر تاوانونه ئې هم اړولي دي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 06, 2017 03:09 Asia/Kabul
  • بلاخره  دعربستان ریاض هم دیمن والو دتوغندیو په نښه شو

العالم ټيلیویژني چینل راپور ورکړ سعودي عربستان په پلازمینې ریاض کې المزاحمیه سیمې کې په یوه پوځي مرکز د یمن د پوځ اومبارز ولسی ځواک بالسټیک توغندی لګیدلی چې ویل کیږي ستر تاوانونه ئې هم اړولي دي .

راپورښئ  دسعودي عربستان  ښاریزو هم  په ټویټر پاڼو کې   په دغه مرکز کې ستره چاودنه تائيد کړې ده .

 دیمن  دپوځ او ولسی مبارز ځواک  توغندوي یونټ  په یوې اعلامیې کې ویلی دي ،  دغه توغندی    ، په یمن کې  دسعودي عربستان د تیریګر رژيم  دجنایتونو اوتیریو  د دوام په غبرګون کې  ویشتل شوی دی  او له وروسته  ګوزار به  له دې هم سخت وي .

 په دغې اعلامیې  کې   همداراز  دیمن  دمظلو م ولس دفاع  د دغه هیواد د پوځ او ولسی مبارز ځواک   روا حق بلل شوی او ویل شوي دي ،   په یمن کې د آل سعود رژيم جنایتونه  د دغه رژيم د ځينو لوديځي  او عربی هیوادونو  په ملګرتیا اوملاتړ سره کیږي چې هر یو به ئې پخپل وار  تاوانونه  ورکړي .