سعودی یمن ته د خوراکی موادو له وړلو څخه مخنیوے کوی
په ملګرو ملتو کښې د روسیې نمائنده وویل سعودی یمن ته د خوراکی موادو د وړلو اجازه نه ورکوی
په ملګرو ملتو کښې د روسیې نمائنده چورکین د خپلې مرکې په یوه برخه کښې یمن یو هېر شوے جنګ وبلۀ او وې ویل سعودی عرب یمن ته د خبریالانو او د بشردوستانه مرستو له داخلېدو څخه مخنیوے کوی.
هغه وویل: د یمن جنګ یو هېر کړے شوے جنګ دے او د سوریې د جنګ تر تاثیر لاندې راغلے دے.
چورکین د دې په بیانولو سره چې سعودی اوس خبریالانو ته یمن ته د سفر اجازه نه ورکوی وویل، په اوس حال کښې د دغه بحران په اړه ډېر لږ رسانه ای انعکاس موجود دے.
هغه زیاته کړه: په یمن کښې یوه غمیزه روانه ده او شل میلین خلق له بشردوستانه مرستو سره وابسته دی.
د دغه ررسی سفارتکار د وېنا له مخې سعودی یمنی انقلابیانو ته د وسلو په لېږلو د ایران په تورنولو سره یمن په خپله محاصره کښې راوستے دے او د وسلو له داخلېدو څخه د مخنیوی په بهانه یې یمن ته د خوراکی موادو د لېږلو په لاره کښې زیات خنډونه رامنځته کړی دی.
چورکین د اوسنی چلند د دوام په اړه خبردارے ورکړ او وې ویل په داسې حالاتو کښې په یمن کښې القاعده ډله هره ورځ له مخکښې نه زیاته د مضبوطېدو په حال کښې ده.