د سوریې په دېرالزور کښې شپږدېرش داعشیان هلاک شول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i40571-د_سوریې_په_دېرالزور_کښې_شپږدېرش_داعشیان_هلاک_شول
د سوریې خبری سرچینو له مخې سوری ځواکونو بېګا د دېرالزور ښار د جنوب په المقابر، العمال او اولسم تل په خواوشا کښې شپږ دېرش داعشی ترهه ګر په هلاکت ورسول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Feb 10, 2017 02:10 Asia/Kabul
  • د سوریې په دېرالزور کښې شپږدېرش داعشیان هلاک شول

د سوریې خبری سرچینو له مخې سوری ځواکونو بېګا د دېرالزور ښار د جنوب په المقابر، العمال او اولسم تل په خواوشا کښې شپږ دېرش داعشی ترهه ګر په هلاکت ورسول.

د سوریې ځواکونو همدارنګ د لاذقیه په شمال کښې د ترهه ګرو ډلو د حملو په شنډولو سره هغوی ته درانه تاوانونه ورسول.

سوری ځواکونو د حلب په ختیځ کښې د خپلو پرمختګونو په دوام کښې یو شمېر نوې سیمې ازادې کړې.

د سوریې فوځی ځواکونو همدارنګ «عران»، «عویشیه»، «حواره تادف»، «معزوله»، «بیرت الباب»، «مزارع البېره»، «طومان»، «دیرقاق»، «شماویه» او او د دغې سیمې سټراټیجکې غونډۍ ازادې کړې.

سوری ځواکونو همدارنګ د شهرالباب جنوبی برخه هم د تکفیری داعشیانو له قبضې ازاده کړه. او اوس له مېنونو او چاودېدونکو موادو څخه د د دغو ټولو سیمو د پاکولو په حال کښې دی.

د حلب د ختیځې سیمې ځینې برخې اوس هم د داعشی ترهه ګرو په قبضه کښې دی چې سوری ځواکونه یې د ازادولو په لټه کښې دی.