دسعودي عربستان پاچا دلبنان سفر لغوه کړ .
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i42376-دسعودي_عربستان_پاچا_دلبنان_سفر_لغوه_کړ_.
دلبنان النهار انټرنیتي سایټ راپورو رکړی دسعودي عربستان پاچا دحزب ا... ولسی مبارز غورځنګ په وړاندې دلبنان دولسمشر میشل عون د وروستیو دریځونو په علت بیروت ته خپل سفر لغوه کړی دی .
(last modified 2026-02-21T04:58:14+00:00 )
Mar 06, 2017 16:46 Asia/Kabul
  • دسعودي عربستان پاچا دلبنان سفر لغوه کړ .

دلبنان النهار انټرنیتي سایټ راپورو رکړی دسعودي عربستان پاچا دحزب ا... ولسی مبارز غورځنګ په وړاندې دلبنان دولسمشر میشل عون د وروستیو دریځونو په علت بیروت ته خپل سفر لغوه کړی دی .

  راپورښئ   دلبنان له حکومت  سره  دسعودي رژيم  د مرستو  په چوکاټ  او دغه راز  د عربی او نورو نړیوالو هیوادونو  پّ وړاندې خپلو ژمنو  ته وفادارۍ ته  د دغه هیواد د هڅولو په چوکاټ کې  دسعودی  پاچا ملک سلمان  ټاکل شوې وه چې  په روانې میاشت کې لبنان ته سفر وکړي .

 ټاکل شوې وه ، ملک سلمان  په دغه سفر کې  دلبنان له حکومته   اوڅاره اقتصادي ملاتړونه وکړي ، خو   د لبنان دحزب ا...غورځنګ   په باب دلبنان دولسمشر  میشل   کړچار  دغه موضوع  له ستونزې سره مخ کړې ده .

 سعودي عربستان  باوري دی  میشل عون   دحزب ا... ولسی غورځنګ   وسلو ته  یو ډول رواوالی  ورکړی دی ، ځکه چې  هغه  دحزب ا.... وسلې   دلبنان دپوځ لپاره بشپړونکي وسلې   بللي  او دهغو  شتون ئې اړین بللی دی .

 دلبنان ولسمشر په همداوروستیو کې  له سی بی سی ټيلویژني چینل  او  دمصر الاهرام  ورځپاڼې  سره په خبرو کې  په ډاګه   د لبنان  له پوځ سره د اسلامی مقاومت   دملګرتیاد  دوام ،  دحزب ا... د وسلو ضرورت  له تفکیری ترهه ګرۍ سره  دجنګ لپاره  په سورئې کې دحزب ا... غورځنګ شتون  او  د سورئې  له حکومت سره  خبرې او د دغه هیواد دبحران دسیاسی  حل  بشپړ ملاتړ کړی دی .