یمنی ځواکونو د سعودی په فوځی سنګرونوحملې وکړې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i43554-یمنی_ځواکونو_د_سعودی_په_فوځی_سنګرونوحملې_وکړې
د یمن فوځی او ولسی ځواکونو پرون د سعودی د جیزان صوبې په مربح او الدخان اډو کښې د سعودی فوځیانو د غونډېدو په ځایونو په توپونو سره حملې وکړې.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Mar 25, 2017 01:52 Asia/Kabul
  • یمنی ځواکونو د سعودی په فوځی سنګرونوحملې وکړې

د یمن فوځی او ولسی ځواکونو پرون د سعودی د جیزان صوبې په مربح او الدخان اډو کښې د سعودی فوځیانو د غونډېدو په ځایونو په توپونو سره حملې وکړې.

د المسیره چېنل د رپوټ له مخې یمنی ځواکونو همدارنګ په الفریصه اډه کښې هم یو سعودی فوځی وویشتۀ.

یمنی ځواکونو همداشان د جیزان صوبې په الطوال سیمه کښې هم په امنیتی مرکز باندې یو توغندے وتوغوۀ.

په هم دې حال کښې یمنی سرچینو وویل د یمن په مختلفو سیمو باندې د سعودی او د هغه د تالی څټو ځواکونو په حملو کښې د دغه هېواد یو شمېر عامه خلق مړۀ او یا ژوبل شول.

د ملګرو ملتو د بشری حقوقو دفتر هم پرون وویل چې په اوسطه توګه په میاشت کښې سل تنه عامه یمنیان د دغه هېواد په مختلفو سیمو باندې د سعودی د نوکرانو د هوائی حملو له کبله وژل شوی دی.

په دغه رپوټ کښې راغلی دی د تعز ښار اوسېدونکی د خوراک څښاک د موادو د سخت کمښت په وجه رنځیږی.

سعودی عرب  د امریکې، لویدیځو هېوادونو او د ریاض د عربو انډیوالو هېوادونو په ملاتړ سره د 2015 کال له مارچ څخه د یمن د مستعفی او فراری ولسمشر عبد ربه منصور هادی اقتدار ته د ستنولو په بهانه په یمن باندې د فوځی تیری او د دغه هېواد د زمکنۍ، سمندری او هوائی محاصرې اقدام کړے دے.

دغه فوځی تیری تر اوسه د یولسو زرو یمنیانو له وژل کېدو په لسګونو زرو زخمی کېدو، د میلینونو یمنیانو له مهاجرېدو او د دغه هېواد د مراکزو او ودانیو له ویجاړېدو نه بغېر څه نتیجه نه ده لرلې.

د سعودی فوځی تیری همدارنګ د یمن فقیر هېواد د خوراکی او درملیزو مواد له سخت کمښت سره مخامخ کړے او د ګڼ شمېر بیماریو د خورېدو سبب شوے دے.