په عراق کې د ایران د مځکنی ځواکونو شتون رد شو
Mar 27, 2017 15:55 Asia/Kabul
زمونږ خبریال راپور راکوی په کویت کې د عراق سفیر ښاغلی علا الهاشمی په عراق کې د ایران د لاس وهنې د ادعا په اړه وویل ایران د عراق دوست او ګاونډې هیواد دې او تل د دغه هیواد تر څنګ ولاړ دې
زمونږ خبریال راپور راکوی په کویت کې د عراق سفیر ښاغلی علا الهاشمی په عراق کې د ایران د لاس وهنې د ادعا په اړه وویل ایران د عراق دوست او ګاونډې هیواد دې او تل د دغه هیواد تر څنګ ولاړ دې او له ترهه ګرۍ سره د مبارزې لپاره یې عراق ته پوځی سلاکار ورلیږلې دې او دا ملګرتیا هماغه راز دوام لری .
الهاشمی جوته کړه عراق د نورو هیوادونو مځکنیو ځواکونو ته اړتیا نلری ځکه چی عراقی عسکر ، ولسی ځواک او هم د عراق د بیلا بیلو قبایلو ځواکونه له ترهه ګرو سره د مبارزې لپاره توانمند دی .
ټیګونه