د بغداد ریاض داختلافاتو ریښه زاړه مخینه لری
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i44274-د_بغداد_ریاض_داختلافاتو_ریښه_زاړه_مخینه_لری
دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی بیګا دلبنان له المیادین ټیلویژنی چینل سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې دریاض بغداد داختلافاتو ریښه ډیره زاړه مخینه لری ،روښانه کړې وعراقیان په عراق کې په ترهه ګرو حملو او جنایتونو کې سعودی عربستان ګرم اودخیل ګڼی .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 04, 2017 01:00 Asia/Kabul
  • د بغداد ریاض داختلافاتو ریښه  زاړه مخینه لری

دعراق لومړی وزیر حیدر العبادی بیګا دلبنان له المیادین ټیلویژنی چینل سره په خبرو کې ددې خبرې په کولو سره چې دریاض بغداد داختلافاتو ریښه ډیره زاړه مخینه لری ،روښانه کړې وعراقیان په عراق کې په ترهه ګرو حملو او جنایتونو کې سعودی عربستان ګرم اودخیل ګڼی .

   هغه  وویل ،  په عراق کې دځان مرګو حملو اونورو جنایتونو زیاتره  عاملان  دسعودی عربستان ښاریز دی .

 دعراق لومړی وزیر همدراز په دې خبرې په ټینګار سره چې  په عراق کې  دامریکائی پوځیانوشتون  یوازې  په هوائی پوښښ، روزنې او  لوجسټیکی  ملاتړونو کې  خلاصه کیږی ، روښآنه کړې ،    واشنګټن ته ئې  په وروستی  سفر کې  له امریکائی چارواکو سره  هیڅ ډول موافقه نه دی لاسلیک کړی .

 حیدرالعبادی   دترکیې اوعراق داړیکو په باب هم وویل ،  دعراق په خاورې کې دترکیه والو پوځیانو شتون  دبغداد انقرې  دایړکو دښه کیدو لپاره  خورا مهم خنډ دی .

 دعراق  لومړی وزیر  ددې خبرې په کولو  سره چې   دموصل په شمال کې  :بعشیقه :سیمه  دعراقی ځواک په  کلابندۍ کې ده ، په دغې سیمې کې  ئې  دترکیې دپوځیانو شتون یو ځل بیا نیواکګری  وبلله .