امریکا د یمن د حاکمیت د حق په ختمولو پسې ده
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند د خپل هیواد خلاف د سعودي-امریکايي حملو اصلي هدف د یمن د ملي حاکمیت خلاف ورزي او خپلواکۍ ته د دغه هیواد د خلکو د لاسرسۍ مخه نیول وبلل.
محمد عبدالسلام المسیره چینل سره په مرکه کښې په دې خبرې سره چې عربستان او امریکا لاهم په الحدیده بندر باندې د حملې جاج اخلي، وویل: تیري ګر په یمن کښې د حاکمیت د حق نه لرونکي نظام د رامینځته کولو هڅه کوي.
د یمن د انصار ا... غورځنګ ویاند په دې خبرې سره چې امریکا د اماراتو په جامه کښې په سوکوترا او میون جزیره کښې پوځي اډه جوړه کړې ده، څرګنده کړه: دا غورځنګ به خبرواترو ته د خپل چمتووالي سره سره هیڅکله له خپلو دریځونو شاته نه شي.
محمد عبدالسلام همداشان له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د لویدیځو هیوادونو د تبلیغاتي ادعا په هکله هم څرګنده کړه: د ترهګرۍ خلاف جنګ د مسلمانانو او سیمې په نښه کولو لپاره یوه پلمه ده.
د یمن د انصار ا... غورځنګ د عالي انقلابي کمیټې مشر محمد علي الحوثي هم په الحدیده بندر باندې د عربستان تیری امریکايي دسیسه او د دغه بندر د نیولو لپاره د فارس خلیج د سویلي څنډې له هیوادونو اوزاري استفاده وبلله او ویې ویل: دا دسیسه د یمن د خلکو د ستونزو د زیاتولو، د اقتصادي حالاتو د لاخرابولو او د یمن د نابودولو په لړ کښې ده.