موصل به ډیر زر په بشپړه توګه آزاد شي
د عراق وزیراعظم د موصل د ازادیدو ورځ نزدې وبلله او په عین حال کښې یې د دغه ښار له ازادیدو د وروسته چیلنجونو په هکله هم خبرداری ورکړ.
د ایرنا د خبر له مخې حیدر العبادي نن په بغداد کښې په (ملي وحدت) نومې غونډه کښې څرګنده کړه: د موصل له آزادۍ وروسته عراق د یو نوي پړاو په درشل دریږي او د ملي وحدت ساتنه، ازادو شویو سیمو ته د کډوالو ستنیدل او ورته د خدماتو ورکول او د بیخ بیناو جوړول په ترهګرۍ له برلاسي کیدو په وروستي پړاو کښې مهم چیلنجونه دي.
د عراق وزیراعظم په هیواد کښې دننه د ځینو سیاسي بهیرونو او رسنیو لخوا د رواني جنګ د طریقو په هکله خبرداری ورکړ او ویې ویل: د موصل له اوسیدونکو او په دغه ښار کښې له ترهګرو سره له ښکیلو امنیتي ځواکونو غوښتنه کیږي چې په پروپاګنډو او دروغو ونه غولیږي.
حیدر العبادي همداشان ټینګار وکړ چې په عراق کښې له مذهبي فتنه اچونې سره د مقابلې یوازنۍ لاره په ملي وحدت او د خلکو ترمینځ د توپیر په نه ساتلو ټينګار دی.