ایران د نورو هیوادونو په چارو کښې لاس نه وهي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i48734-ایران_د_نورو_هیوادونو_په_چارو_کښې_لاس_نه_وهي
د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل: په سیمه کښې د ایران سیاست معلوم او د نورو هیوادونو په چارو کښې د دخالت نه کولو په بنیاد ولاړ دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
May 29, 2017 15:48 Asia/Kabul
  • ایران د نورو هیوادونو په چارو کښې لاس نه وهي

د عراق د بهرنیو چارو وزیر وویل: په سیمه کښې د ایران سیاست معلوم او د نورو هیوادونو په چارو کښې د دخالت نه کولو په بنیاد ولاړ دی.

ابراهیم الجعفري د ایرنا خبریال ته په یوه مرکه کښې څرګنده کړه: په سیمه کښې له ایرانه ویرونه هیڅ منطقي توجیه نه لري، له ۲۰۰۳ کاله تراوسه پورې ایران هیڅکله عراق ته پوځي ځواکونه نه دي داخل کړي او هیڅ ایراني په عراق کښې ترهګر عملیات نه دي ترسره کړي.

الجعفري د دې پوښتنې په ځواب کښې چې په دې پړاو کښې د ایراني ضده تبلیغاتو هدف څه دی؟ څرګنده کړه: یو سیاسي نظام چې هرڅومره خپلواک او پياوړی وي هومره به پرې بریدونه هم پياوړي او سخت وي، دا څه چې په سیمه کښې رامینځته کیږي، د ایران برتر او غوره قدرت ته غبرګونونه دي ځکه چې د ایران اسلامي جمهوریت تل ثابته کړې ده چې یو پرمختللی او توانمن هیواد دی او یو بشپړ روښانه سټراټيجک سیاست، اقتصادي قدرت او سفارتي توانمنۍ لري او همدا چاره په سیمه کښې د ځینو هیوادونو د خوابدۍ سبب شوې ده.

د عراق خارجه وزیر زیاته کړه چې د ایران اسلامي جمهوریت یو سوله پسند نظام دی چې تل یې د سیمې په ارامښت او ثبات کښې موثر رول لوبولی دی.