یمن د عربستان یو جاسوسي ډرون نسکور کړ
May 31, 2017 03:26 Asia/Kabul
پوځي سرچینو د یمن په لویدیځ کښې د دغه هیواد د ځواکونو په لاس د سعودي جاسوسي ډرون د نسکورولو خبر ورکړ.
فارس خبري آژانس لیکلي دي چې د یمن پوځي او ولسي ځواکونو پرون د خپل هیواد د لویدیځ حجه ولایت په پولو کښې د سعودي عربستان یوه بې پایلټه جاسوسي الوتکه نسکوره کړه.
د یمن دافع هوا ځواک د روانې میلادي میاشتې په ۱۴ نیټه هم په همدغه میدي بیدیا کښې د عربستان یو جاسوسي ډرون نسکور کړی و.
په عین حال کښې د عربستان تیري ګرو جنګي جیټونو د سویل لویدیځ ولایت تعز په صالة ښار کښې هائل نومې سیمه درې ځلې بمباري کړه.
ټیګونه