عراقي ځواکونه له خپلو پولو بهر نه جنګیږي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49202-عراقي_ځواکونه_له_خپلو_پولو_بهر_نه_جنګیږي
د عراق وزیراعظم وویل چې دغه هیواد نه غواړي عراقي ځواکونه له خپلو پولو بهر وجنګیږي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 05, 2017 10:59 Asia/Kabul
  • عراقي ځواکونه له خپلو پولو بهر نه جنګیږي

د عراق وزیراعظم وویل چې دغه هیواد نه غواړي عراقي ځواکونه له خپلو پولو بهر وجنګیږي.

د عراق السومریه نیوز ټي وي چینل خبر ورکړی چې د وزیراعظم حیدر العبادي د دفتر په رسمي خبرپاڼه کښې راغلي دي: د عراق وزیراعظم پرون مازیګر د یوه ډله دیني شخصیتونو په کتنه کښې وویل: عراقي ځواکونه د هیواد له پولو بهر نه جنګیږي ځکه چې زمونږ اساسي قانون دا اجازه نه ورکوي او حکومت نه غواړي چې د هیواد امنیت په لړزا شي.

العبادي زیاته کړه: عراقیان له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې یوموټي شوي دي او ډیرې بریاوې یې ترلاسه کړې دي او وروستۍ او فاینل بریالیتوب ته نزدې شوې دي.

د عراق وزیراعظم په دې خبرې سره چې مبلغان او حطیبان د خلکو په خبرولو او ویښولو کښې ستر رول لري، ټینګار وکړ: د ۲۰۱۴ کال په جولايۍ میاشت کښې الحشد الشعبي له داعش سره د مقابلې لپاره په حکومت پورې د یو پیئلي شیعه پوځي ځواک په توګه جوړ شو او د دې ډلې جوړیدل د عراق د شیعه مسلمانانو د عالیقدره مرجع آیت ا... سیستاني په غوښتنه وشول.

هغه څرګنده کړه چې عراق له پوځي نظره ترهګري له مینځه یوړه خو د دې هیواد امنتي، فکري او حقیقي عملي لانجه لاپاتې ده او عراق له ترهګرۍ سره په مبارزه کښې له نورو سره مرسته او ملګرتیا کوي.