په ټول یمن کښې وبا خوره شوې ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i49510-په_ټول_یمن_کښې_وبا_خوره_شوې_ده
په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکي وویل چې وبا په دې ټول هیواد کښې خپره شوې ده.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 09, 2017 03:04 Asia/Kabul
  • په ټول یمن کښې وبا خوره شوې ده

په یمن کښې د ملګرو ملتو د انساني چارو غږملونکي وویل چې وبا په دې ټول هیواد کښې خپره شوې ده.

جیمي مک ګولډریک بیګا له العالم چینل سره په خبرو کښې زیاته کړه: تراوسه ۹۰ زره یمنیان د وبا ناروغۍ له خطر سره مخامخ شوي دي او ۷۰۰ کسانو یې هم له امله سرونه بایللي دي.

په یمن باندې د عربستان د حملو په دوام او د دغه هیواد د بنسټیزو تاسیساتو په تیره بیا د اوبو رسونې د شبکې په خرابیدو سره وبا ناروغي د یمن په خلکو کښې په چټکتیا سره په خوریدو ده.

سعودي عربستان د امریکې په ملاتړ سره د ۲۰۱۵ کال له مارچ میاشتې نه په یمن باندې پوځي تیری او د دغه هیواد ځمکنۍ، سمندري او هوايي کلابندي پيل کړې ده چې تراوسه پکښې څه باندې ۱۲ زره یمنیان وژل شوي، په لس هاو زره زخمي شوي او میلیونونه نور کډه په سر شوي دي.

د عربستان پوځي تیري همداشان د یمن فقیر هیواد د خوراکي او درملیزو موادو له سخت کمي سره مخامخ کړی دی.