په موصل کې د عراقي ځواکونو پرمختګونه
عراقي ځواکونو د ترهه ګرو په خلاف د خپلو عملیاتو په دوام کې د عراق د شمال د موصل د لویدیځ باب السنجار ته نزدې الشفاء سیمه د داعش له ترهه ګرو ازاده او پاکه کړه .
د العالم چینل د راپور له مخې په موصل کې میداني کوماندان قاسم المالکي وویل : دعراق پوځیانو پرون د عراق کابو یو نیم سل کورنۍ چې ماشومان او بوډاګان هم پکې وو په الشفاء سیمه کې له ترهه ګرو ازادې کړې.
د عراق د موصل په څو لورو کې د عراقیو ځواکونو په پرمختګ پسې اوس دغه ښار تقریبا ټول د داعش له ترهه ګرو ازادیدو ته نزدې دی.
د داعش له منګولو د موصل د ازادۍ عملیات د دوه زره شپاړسم کال د اکتوبر له اولسمې د عراق د پوځ ، پولیسو ولسي ځواکونو او کرد پیشمرګه ځواکونو په شتون سره پيل شوه او عراقیو ځواکونو له کابو سلو ورځو ورسته د موصل ختیځ له داعشیانو ازاد کړ.