که ټوله دنیا هم راکړي، له ایران سره دښمني نه کوو
د عراق وزیراعظم ټینګار وکړ چې که څوک د ټولې دنیا مشري عراق ته ورکړي او وغواړي چې دا هیواد په وړیا توګه رغوو خو د عراق حکومت هیڅکله د ایران له اسلامي جمهوریت سره له اړیکې لاس نه اخلي.
د ایرنا د خبر له مخې، د عراق وزیراعظم حیدر العبادي بیګا ریاض ته د سفر په درشل کښې د خبریالنو په ټول کښې له ایران څخه د عراق د لرې کولو لپاره د امریکې هلوځلو ته په اشارې سره وویل: د عراق حکومت هیڅکله نه پریږدي چې عراق له ایران سره د جنګ ډګر یا د ایران پر اسلامي جمهوریت د تیري لپاره یو مرکز وګرځي.
العبادي ټینګار وکړ چې ځیني غواړي عراق د نړیوال جنګ په ډګر بدل شي خو عراق د سیمې نښتې د عراق په ګټه نه دي او پکښې دخالت نه کوي.
د عراق وزیراعظم د فارس خلیج د څنډې د ځینو هیوادونو لخوا د قطر پر اقتصادي محاصرې نیوکه وکړه او ویې ویل: بغداد پر ولسونو د کلابندۍ او بندیز د لګولو مخالف دی او یوازې له تورنو کسانو باید پوښتنه وشي.
د عراق د وسله والو ځواکونو لوې قومندان په دوام کښې د موصل ښار د آزادۍ د عملیاتو په لړ کښې له الحشد الشعبي ولسي ځواک څخه یوځل بیا د ملاتړ په څرګندولو سره وویل: د موصل ښار یوازې زړه برخه پاتې ده او د داعش ډلې ترهګر په دغه ښار کښې په بشپړه توګه کلابند دي.