د اسراییلي پوځیانو د جنایتونو دوام
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50316-د_اسراییلي_پوځیانو_د_جنایتونو_دوام
د صهیونسټ رژیم پوځیانو دوه فلسطیني ځوانانو په ډزو ژوبل کړل.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 19, 2017 02:04 Asia/Kabul
  • د اسراییلي پوځیانو د جنایتونو دوام

د صهیونسټ رژیم پوځیانو دوه فلسطیني ځوانانو په ډزو ژوبل کړل.

 

 د فلسطین د دولتي خبري اژانس د راپور له مخې صهیونسټي پوځیانو پرون دغه دوه فلسطیني زلمیان  د رام الله د لویدیځ په دیر ابو مشعل کلي په حمله کې ژوبل کړل.

اسراییلي پوځیانو همداراز په دغه کلي کې په کور په کور تالاشۍ کې  یو شمیر فلسطینیان ونیول.

 د صهیونسټ رژیم پوځیانو په عین حال کې د قدس پخوانۍ برخې ته د فلسطینانو د ورتګ او د فلسطینیو  دکاندارانو د فعالیت مخه نیولې ده .

د فلسطین د بشري حقوقو  ادارې د فلسطینیانو په خلاف د اسراییلو دجنایتونو په غبرګون کې  له ملګرو ملتو غوښتې چې د دغه رژيم په وړاندې دملکي فلسطینیانو ملاتړ وکړي.