یمن د عربستان یوه جنګي کشتۍ په نښه کړه
Jun 26, 2017 02:11 Asia/Kabul
یمني ځواکونو د دغه هیواد په سواحلو کښې د عربستان په جوړ کړي ائتلاف پورې اړونه یوه پوځي کشتۍ وویشتله.
د لبنان د المیادین ټي وي چینل د خبر له مخې د یمن سمندري ځواک پرون مازیګر د دغه هیواد د تعز ولایت په المخا سواحلو کښې د عربستان د جوړ کړي ائتلاف هغه پوځي کشتۍ په نښه کړه چې د ځواکونو د وړلو راوړلو لپاره به یې کاروله.
د دې حملې د اړولي د سر او مال د تاوان په هکله کوم رپورټ لا نه دی رارسیدلی.
په عین حال کښې د یمن پوځي او ولسي ځواکونو د عربستان د سویلي ولایت عسیر په ځینو سیمو کښې درې سعودي پوځیان ویشتي دي.
یاده دې وي چې په یمن باندې د امریکې په ملاتړ د عربستان په تیري کښې تراوسه کابو دیارلس زره یمنیان وژل شوي، په لس هاو زره زخمي شوي او میلیونونه نور بې کوره شوي دي.
ټیګونه