العبادی: په موصل کښې د داعش کار تمام شوے دے
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i50862-العبادی_په_موصل_کښې_د_داعش_کار_تمام_شوے_دے
د موصل د زړې برخې په وروستیو سیمو کښې د داعشی ترهه ګرو د ماتې په اړه د رپوټونو له خپرېدو نه یو ساعت وروسته د عراق وزیراعظم وویل، د موصل د ازادۍ د اعلان وخت نزدې او د داعش کار عملاً تمام شوے دے.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jun 27, 2017 03:35 Asia/Kabul
  • العبادی: په موصل کښې د داعش کار تمام شوے دے

د موصل د زړې برخې په وروستیو سیمو کښې د داعشی ترهه ګرو د ماتې په اړه د رپوټونو له خپرېدو نه یو ساعت وروسته د عراق وزیراعظم وویل، د موصل د ازادۍ د اعلان وخت نزدې او د داعش کار عملاً تمام شوے دے.

د اېرنا خبری اژانس د رپوټ له مخې حېدرالعبادی بېګا وویل د نېنوا صوبې د موصل د ازادۍ د سرکاری اعلان وخت ډېر نزدې دے او عراقی ځواکونو له یوې وړې محلې نه بغېر د دغه ښار د زیاترو سیمو کنټرول په لاسو کښې اخېستے دے.

العبادی په موصل کښې له داعشی تکفیریانو سره د عراق د وسله والو ځواکونو د سختو نښتو دوام ته په اشارې سره د عراق خلقو ته وعده ورکړه چې هم د دې وړوکی اختر د ورځو په تعطیلاتو کښې دې په عملیاتی سیمو کښې د سترو کامیابیو او ښو خبرو اورېدو په تمه اوسی.

هغه زیاته کړه: داعش د موصل په لویدیځ کښې په ترټولو وروستۍ سیمه کښې په لومه کښې ګېر شوے دے او کوشش کوی چې عامه خلقو ته له زیات نه زیات سر او مال زیانونه ورسوی.