په عراق کې ترهه ګرې حملې روانې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51242-په_عراق_کې_ترهه_ګرې_حملې_روانې_دي
د عراق د لویدیځ په الانبار ولایت کې د عراقیو کډوالو په  کیمپ کې د ترهه ګرې چاودنې له امله څوارلس کسان ووژل شول.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 03, 2017 01:29 Asia/Kabul
  • په عراق کې ترهه ګرې حملې روانې دي

د عراق د لویدیځ په الانبار ولایت کې د عراقیو کډوالو په  کیمپ کې د ترهه ګرې چاودنې له امله څوارلس کسان ووژل شول.

 

د عراق د سومریه نیوز چینل د راپور له مخې د الانبار ولایت د د شورا امنیتي سلاکار حسین کسار وویل بیګا د الرمادي ښار په لویدیځ کې د عراقیو کډوالو په کیمپ کې د ترهه ګرې چاودنې له امله  څوارلس کسان مړه او دیارلس ژوبل شول.

بر  زیاتره وژل شوې او ژوبل کسان ماشومان دي

 په عین حال کې د عراق د فیډرل پولیسو کوماندان رائد شاکر جودت وویل نن به په موصل کې  د داعش په ترهه ګرې ډلې د عراقیو ځواکونو د کامیابۍ پيغام ولوستل شي.

  عراقي ځواکونو تیره پنجشنبه د عراق د شمال نینوا ولایت د موصل په لویدیځ کې  په النوري جومات له ولکې ورسته په دغه ښار کې د داعش مونډ وویسته .