ترهګرې ډلې او عربستان د اسرائیلو خدمت کوي
ترهګرې ډلې او د عربستان او امریکې په شمول د هغوي ملاتړي د صهیونیسټي رژیم له خدمت پرته بل هیڅ هدف نه لري.
د عراق د رضاکار ولسي ځواک حشد الشعبي مرستیال وویل: ترهګرې ډلې او د عربستان او امریکې په شمول د هغوي ملاتړي د صهیونیسټي رژیم له خدمت پرته بل هیڅ هدف نه لري.
ابومهدي المهندس بیګا د ایران په مشهد ښار کښې د اسلامي راډیوګانو او ټیلیویژنونو د نهمې غونډې ترڅنګ څرګنده کړه: په عراق، سوریې او لیبیا کښې د جنګ او ګډوډۍ له رامینځته کولو د داعش او نورو ترهګرو ډلو هدف د اسلامي امت د دښمنانو د اهدافو په لړ کښې د دغو هیوادونو خرابول او ټوټې کول دي.
هغه زیاته کړه چې له امریکايي او انګلیسي اسلامه د سیمې د ځینو هیوادونو د واکمنانو پیروي له سوچه محمدي اسلام سره د هغوي د مقابلې سبب شوې ده.
ابومهدي المهندس همداشان په دې خبرې سره چې د ایران اسلامي ا نقلاب هیڅکله له خپلو اهدافو نه دی لرې شوی، ټینګار وکړ: ایران د فلسطین، عراق او یمن په شمول د نړۍ د مظلومو خلکو ملاتړ ته راپورته شوی دی.