په موصل کښې د داعش یو قومندان وژل شوی دی
د ابو زید په نامه د داعش یو مشر د دغې ډلې د اوو نورو ترهګرو په شمول د عراق د شمال موصل ښار په پخوانۍ سیمه کښې هلاک شو.
د عراقي ځواکونو د ګډو عملیاتو قومندې بیګا وویل: د ابو زید په نامه د داعش یو مشر د دغې ډلې د اوو نورو ترهګرو په شمول د عراق د شمال موصل ښار په پخوانۍ سیمه کښې هلاک شو.
د ایرنا د خبر له مخې ابو زید د موصل په زړه برخه کښې له (شیخ الشط) جامع جومات سره نزدې وژل شوی دی.
دا په داسې حال کښې دي چې د د موصل په پخوانۍ برخه کښې د داعش د وروستیو سنګرونو په ورانیدو او د دغې سیمې په بشپړې پاکیدنې سره دغه ښار پس له یو زر او یو سل دوویشتو ورځو په بشپړه توګه آزاد شو او ډزې بندې شوې او د عراق پوځي قومندانان د وزیراعظم حیدر العبادي د رسمې بیانیې په تمه دي.
د موصل د آزادۍ عملیات د تیر ۲۰۱۶ کال د اکتوبر له اولسې نیټې څخه پيل شوي وو.
له موصله بل خبر دا چې د دغه ښار د شمال ختیځ په بعشیقه سیمه کښې د ماین چاودنو د قربانیانو کورنیو او خیریه موسسو د داعش لخوا ایښودل شویو بمونو او ماینونو څخه د دغې سیمې په بشيړې پاکونکې کښې د چټکتیا غوښتنه کړې ده.