العبادي د موصل د آزادۍ رسمي اعلان وکړ
د عراق وزیراعظم او د دغه هیواد د وسله والو ځواکونو لوې قومندان د موصل آزاد شوي ښار ته په تګ سره عراقي ولس او مبارزانو ته د دې سترې بریا مبارکي وویله.
د العراقیه ټي وي چینل د خبر له مخې حیدر العبادي نن مازیګر د بغداد د شمال په څلور نیم سوه کیلومیټرۍ کښې موصل ښار ته لاړ او پس له ۳۷ میاشتو یې پر داعش ترهګرې ډلې د بریالیتوب رسمي مبارکي وویله.
د عراق د ګډو عملیاتو قومندانۍ پرون په یوه خبرپاڼه کښې اعلان کړی و چې د موصل ښار پخوانی برخه د عراقي ځواکونو په لاس آزاده شوه.
د موصل د آزادولو عملیات د ۲۰۱۶ کال د اکتوبر په ۱۷ نیټه پیل شوي وو او د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۴ نیټه د موصل ختیځه برخه له ترهګره آزاده شوه او د دغه ښار د لویدیځې برخې د آزادولو عملیات هم د سږ کال د فرورۍ له ۱۹ نیټې پیل شوي وو.
عراقي ځواکونو په تیرو ۳۷ میاشتو کښې داعش ترهګرې ډلې ته چې د پلازمینې بغداد تر ورونو رسیدلي وو، د نینوا په شمول ټولو ولایتونو کښې ماتې ورکړه او یوازې د موصل په لویدیځ کښې د تلعفر ښار، د کرکوک په سویل کښې الحویجه او د الانبار ولایت په لویدیځ کښې د القائم په شمول یوازې درې ښارونه لاهم د داعش ډلې په نیواک کښې پاتې دي.