د موصل په پرزیدو کښې خیانکاران دې محاکمه شي
Jul 11, 2017 11:44 Asia/Kabul
د عراق د صدر بهیر مشر په ۲۰۱۴ کال کښې د موصل د سقوط د عاملانو د محاکمې غوښتنه وکړه.
مقتدی صدر عراقي ځواکونو ته د موصل د آزادولو په مبارکۍ سره له هغوي وغوښتل چې د حالاتو کنټرول په خپل لاس کښې واخلي او د عراق په پولو په تیره بیا لویدیځو سرحدونو کښې امنیت ټینګ کړي.
د صدر بهیر مشر د عراق له وزیراعظم حیدر العبادي هم وغوښتل چې هیڅ غیرپوځي ځواک پرې نږدي چې د داعش ترهګرو له نیواکه د خلاصو شویو سیمو امنیت خراب کړي.
مقتدی صدر همداشان د موصل په عملیاتو کښې د عراقي کډوالو او زیانمن شویو کسانو په وضعیت د غور غوښتنه وکړه.
ټیګونه