د موصل آزادي یوه ستره بریا ده
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i51862-د_موصل_آزادي_یوه_ستره_بریا_ده
د لبنان د حزب الله عمومي منشي د موصل آزادي یوه ستره بریا وبلله او ټینګار یې وکړ چې په دغې بریا کښې د ایران او همداشان د عراق د شیعیانو د عالي قدره مرجع آیت الله سیستاني رول بې ساری و.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 12, 2017 03:10 Asia/Kabul
  • د موصل آزادي یوه ستره بریا ده

د لبنان د حزب الله عمومي منشي د موصل آزادي یوه ستره بریا وبلله او ټینګار یې وکړ چې په دغې بریا کښې د ایران او همداشان د عراق د شیعیانو د عالي قدره مرجع آیت الله سیستاني رول بې ساری و.

سید حسن نصر الله پرون د عراق د شمال د نینوا ولایت د مرکز موصل ښار د آزادۍ په مناسبت یوه وینا کښې له داعش ترهګرې ډلې سره د مقابلې په واجبِ کفايي بللو کښې د دغه هیواد د دیني مرجعیت فتوا د ترهګرو په وړاندې د عراق د سترو بریاو پيلامه وبلله او څرګنده یې کړه: د داعش خلاف د ایران د اسلامي جمهوریت او په سر کښې یې د حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي پریکنده دریځنیونو په دغې بریا کښې مهم رول درلود.

د لبنان د حزب الله عمومي منشي په دې خبرې سره چې ټول هیوادونه باید د عراق له تجربې درس واخلي او د عراقیانو په شان دې خپل برخلیک په خپل لاس کښې واخلي څرګنده کړه: امریکایان له داعش ترهګرې ډلې سره د عراق د خلکو سره په مبارزه کښې تش تماشه چیان وو.