د عراق د تلعفر د آزادولو عملیات پیلیدونکي دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52122-د_عراق_د_تلعفر_د_آزادولو_عملیات_پیلیدونکي_دي
د عراق د تلعفر ښار په اطرافو کښې د الحشد الشعبي میداني قومندانانو ویلي چې داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو ورځو کښې د دغه ښار د آزادولو له عملیاتو سره د مقابلې لپاره پراخ تدابیر غوره کړي دي.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2017 03:19 Asia/Kabul
  • د عراق د تلعفر د آزادولو عملیات پیلیدونکي دي

د عراق د تلعفر ښار په اطرافو کښې د الحشد الشعبي میداني قومندانانو ویلي چې داعش ترهګرې ډلې په دې وروستیو ورځو کښې د دغه ښار د آزادولو له عملیاتو سره د مقابلې لپاره پراخ تدابیر غوره کړي دي.

د ایرنا خبري آژانس د خبر له مخې د عراق د ولسي مبارز ځواک جنګي قومندانانو او همداشان د مرکزي پولیسو قومندان ویلي چې داعشي ترهګرو ځانونه چمتو کړي دي او د نینوا ولایت په لویدیځ تلعفر ښار کښې دننه د هغوي د ځواکونو غونډیدا په بشپړه توګه د لیدو وړ ده.

دغو عراقي قومندانانو څرګنده کړې ده چې د تلعفر د عملیاتو پلان چمتو شوی او ټاکل شوې ده چې د الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک رول، د تلعفر ښار تر دیوالونو رسیدل او د ښار چاپیره د دغې ترهګرې ډلې د دفاعي کرښو ماتول وي خو د ښار دننې ته د ننوتو او د تلعفر د مرکز د آزادولو ماموریت د پوځ، مرکزي پولیسو او له ترهګرۍ سره د مبارزې په پولیسو مشتملو ګډو ځواکونو ته سپارل شوی دی.