قطر له عراق څخه ملاتړ ته چمتو دی
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52124-قطر_له_عراق_څخه_ملاتړ_ته_چمتو_دی
د قطر امیر بیګا د عراق له وزیراعظم حیدر العبادي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد حکومت او ولس ته د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د موصل د آزادۍ مبارکي وویله او له عراقه ملاتړ ته یې د خپل هیواد په چمتووالي ټینګار وکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Jul 16, 2017 03:22 Asia/Kabul
  • قطر له عراق څخه ملاتړ ته چمتو دی

د قطر امیر بیګا د عراق له وزیراعظم حیدر العبادي سره په ټیلیفوني خبرو کښې د دغه هیواد حکومت او ولس ته د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د موصل د آزادۍ مبارکي وویله او له عراقه ملاتړ ته یې د خپل هیواد په چمتووالي ټینګار وکړ.

د مهر خبري آژانس د خبر له مخې تمیم بن حمد آل ثاني څرګنده کړه چې دغه بریا د عراقي ځواکونو په هلوځلو او سرشیندنې سره ترلاسه شوې ده.

حیدر العبادي هم په دغو ټیلیفوني خبرو کښې د عراق د شمال نینوا ولایت د مرکز موصل ښار آزادي د عراقي ځواکونو د سرشیندنې او یووالي نتیجه وبلله او څرګنده یې کړه: د ترهګرۍ د ختمولو لپاره باید له اختلافاتو ډډه وشي او سره یوموټي شو.

دواړو لورو همداشان د اقتصاد په شمول په ټولو برخو کښې د قطر او عراق د اړیکو د پراختیا په اهمیت ټینګار وکړ.