له موصله تښتیدونکې لسګونه ترهګر هلاک شوي دي
Jul 22, 2017 03:06 Asia/Kabul
د عراق له ترهګرۍ سره د مبارزې ادارې په دې وروستیو کښې له موصل ښاره د تیښتې په وجه د لس هاو داعشي ترهګرو د هلاکت خبر ورکړی دی.
له ترهګرۍ سره د عراق د مبارزې د ادارې افسر ریاض جودت ایرنا ته په مرکه کښې ټینګار وکړ چې د دغې ادارې په وروستیو عملیاتو کښې هغه ۵۰ ترهګر هلاک شوي دي چې په بدله جامه کښې یې د تیښتې نیت درلود او یوشمیر هم ژوندي نیول شوي دي.
هغه زیاته کړه: د عراقي ځواکونو لخوا د نینوا ولایت د مرکز موصل ښار د بشپړې آزادۍ باوجود د ترهګرۍ ضده ځانګړو ځواکونو لخوا د دغه ښار د زړې برخې پاکونه لاهم روانه ده.
ریاض جودت څرګنده کړه چې زیاتره پاتې ترهګر له خندقونو د تیښتې کوشش کوي خو د موصل ښار د بشپړې آزادۍ په وجه دغه لارې بندې شوې دي او ترهګر یا تسلمیدو او یا وژل کیدو ته مجبور دي.
ټیګونه