په تعز کښې شل بیګناه یمنیان عربستان وژلي دي
ملګرو ملتو سعودي عربستان په تعز کښې د شلو یمنیانو د وژلې ذمه وار وباله.
د ملګرو ملتو د بشري حقوقو د لوړې کمشنرۍ ویاند پروټ کالویل پرون په رسمي توګه تاییده کړه چې د سعودي عربستان جنګي الوتکو د جولايي په اتلسمه نیټه خپله حمله کښې د تعز ولایت له موزع سیمې سره نزدې العشیره سیمه په نښه کړه.
هغه وايي: د سعودي جنګي جیټونو په برید کښې په وژل شویو شلو ملکي وګړو کښې لس ماشومان او دوه ښځې شاملې دي.
د ویلو ده چې د سعودي رژيم جنګي الوتکو تیره سه شنبه د یمن په سویل ختیځ کښې د تعز ولایت په موزع سیمې برید وکړ چې له امله یې شل تنه عام وګړي ووژل شول.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې تر قومندې لاندې تش د نامې داعش ضده نړیوال ائتلاف په سوریه کښې هیڅکله له جبهة النصره ترهګرې ډلې سره مبارزه نه ده کړې، څرګنده کړه: امریکايي ائتلاف د دغې ترهګرې ډلې د خوندي ساتلو هلې ځلې کوي.
سرګئي لاوروف پرون د امریکې این، بي، سي چینل ته پّ مرکه کښې وویل: له جبهة النصره ترهګرې ډلې سره مبارزې ته د امریکې د نه ګروهنې په وجه په سوریه کښې د ترهګرو خلاف د اقداماتو د غږملولو لپاره له روسیې سره د دغه هیواد موافقې ماتې خوړلې ده.
لاوروف همداشان د سوریې د کړکیچ د هواري د مهمې طرحې په توګه په دغه هیواد کښې د کړکیچ د کمونکو سیمو جوړولو ته اشاره وکړه او هیله یې وکړه چې د دغې طرحې په اجرا سره د جبهة النصره په شمول ترهګرو ډلو سره لا موثره مبارزه وشي.