عربستان پر قطري حاجیانو هم محدودیتونه ولګول
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i52528-عربستان_پر_قطري_حاجیانو_هم_محدودیتونه_ولګول
د عربستان حکومت سږ کال د قطري حاجیانو لپاره یولړ محدودیتونه وضع کړي دي.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Jul 23, 2017 06:27 Asia/Kabul
  • عربستان پر قطري حاجیانو هم محدودیتونه ولګول

د عربستان حکومت سږ کال د قطري حاجیانو لپاره یولړ محدودیتونه وضع کړي دي.

د ایرنا د خبر له مخې د عربستان د حج وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره وویل چې د قطر حاجیان باید د یو داسې هوايي شرکت له لارې مکې ته سفر وکړي چې د عربستان له حکومت سره د ملګرتیا تړون ولري.

په دغه خبرپاڼه کښې راغلي چې قطري حاجیان د جدې یا مدینې له دوو هوايي ډګرونو څخه عربستان ته داخلیدی شي او ورته به د حج ویزا هم یوازې په دغو دوو هوايي ډګرونو کښې صادریږي، یعنې د قطر خلک د بل کوم هوايي ډګر له لارې عربستان ته نه شي تلی.

د عربستان د حکومت د حکم له مخې په اماراتو کښې استوګن قطریان هم باید له مخکښې څخه عربستان ته د سفر لپاره په الیکټرانیکي توګه نومونه ولیکي او د ریاض او دوحې مجوزونه یې هم باید له مخکښې نه برابر کړي وي.

د قطر خلک له دې مخکښې بې له ویزې عربستان ته تلی شول خو له عربستان، اماراتو، بحرین او مصر سره د قطر په اړیکو کښې د کړکیچ له رامینځته کیدو وروسته ریاض د عربستان او قطر ترمینځ هرډول الوتنې بندې کړې.