ایران په هره سخته کښې د عراق ترڅنګ ولاړ وي
Aug 03, 2017 03:18 Asia/Kabul
بغداد له ایران سره د خپلو اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی.
د عراق د پارلیمان مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت په عراق کښې داعش ترهګرې ډلې ته په ماتې ورکولو کښې ستر رول درلود، څرګنده کړه: ایران تل د عراق د ولس او حکومت ترڅنګ ولاړ دی.
سلیم الجبوري پرون د عراق له ولس او حکومته د ایران د اسلامي جمهوریت د ملاتړونو په قدرونې سره څرګنده کړه: له اسلامي ایران سره د عراق اړیکې یوه ځانګړې اړیکه ده چې یوازې په وروستیو څو کلونو او له ترهګرۍ سره په جنګ پورې نه محدودیږي.
هغه زیاته کړه چې بغداد له ایران سره د خپلو اړیکو د لاپراختیا غوښتونکی دی.
ټیګونه