د عراقي ولس بریاوې به ضایع کیدو ته پرې نږدو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53506-د_عراقي_ولس_بریاوې_به_ضایع_کیدو_ته_پرې_نږدو
د عراق وزیراعظم پرون وویل چې پر ترهګرۍ د دغه هیواد بریالیتوبونه د ولس په هوډ او یووالي سره ترلاسه شوي دي او هیڅوک به د دې وحدت خرابولو ته پرې نږدو.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 06, 2017 02:59 Asia/Kabul
  • د عراقي ولس بریاوې به ضایع کیدو ته پرې نږدو

د عراق وزیراعظم پرون وویل چې پر ترهګرۍ د دغه هیواد بریالیتوبونه د ولس په هوډ او یووالي سره ترلاسه شوي دي او هیڅوک به د دې وحدت خرابولو ته پرې نږدو.

حیدر العبادي چې په (د مرجعیت فتوا او بریا) مراسمو ترڅنګ یې د بابل ولایت له ځوانانو سره خبرې کولې، د کوم خاص لوري د نوم له اخیستو پرته هغه کسان یاد کړل چې د ده په وینا، د عراق د ولس په زړه کښې د نهیلۍ او ناامیدۍ تخم کري.

العبادي وویل: مونږ په خپل ټینګار او هوډ سره بریالي شوي یو او د اصلاحاتو لپاره به د فساد خلاف مبارزه وکړو.

د ایرنا د خبر له مخې حیدر العبادي له دې مخکښې د بابل ولایت په مرکز حِلّه ښار کښې د بریالیتوب په جشن کښې د الحشد الشعبي ولسي مبارز ځواک د ختمیدو د ګونګوسو په غبرګون کښې هم ویلي وو چې هیچا ته به د دې کار اجازه ورنه کړي.