عراقي ځواکونو تلعفر ښار بشپړ کلابند کړ
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i53852-عراقي_ځواکونو_تلعفر_ښار_بشپړ_کلابند_کړ
د عراق یوازې درې ښارونه یعنې د موصل تلعفر، د کرکوب الحویجه او د الانبار ولایت القائم ښارونه د داعش ترهګرې ډلې په نیواک کښې پاتې دي
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 10, 2017 15:22 Asia/Kabul
  • عراقي ځواکونو تلعفر ښار بشپړ کلابند کړ

د عراق یوازې درې ښارونه یعنې د موصل تلعفر، د کرکوب الحویجه او د الانبار ولایت القائم ښارونه د داعش ترهګرې ډلې په نیواک کښې پاتې دي

د عراقي ځواکونو د ګډو عملیاتو د قومندانۍ ویاند وویل: د عراق پ،ځ او ولسي مبارز ځواکونه توانیدلي چې د داعش له نیواکه د تلعفر ښار د آزادولو لپاره دغه ښار محاصره کړي.

ایرنا د سکای نیوز په حواله خبر ورکړی چې یحیی رسول زیاته کړه: د عراق وسله والو ځواکونو د شمالي ولایت نینوا د تلعفر ښار په کلابندولو سره د سوریې له خاورې داشعي ترهګرو ته د مرسته رسیدنې لارې بندې کړې دي.

هغه اټکل وکړ چې د تلعفر د عملیاتي سیمې د پراختیا په وجه به په دغه سیمه کښې جګړه څو اونۍ اوږده شي.

نن سبا د عراق یوازې درې ښارونه یعنې د موصل تلعفر، د کرکوب الحویجه او د الانبار ولایت القائم ښارونه د داعش ترهګرې ډلې په نیواک کښې پاتې دي.