سعودی رژیم د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ تورن شو
د سوئېزرلېنډ د بشری حقوقو یوې ادارې سعودی رژیم د نړیوالو قوانینو په خلاف ورزۍ تورن کړ.
د الجزیره چېنل د رپوټ له مخې له بشری حقوقو څخه د ملاتړ سوئیزرلېنډی ادارط وویل: سعودی د خپلو سیاسی اختلافاتو حساب کتاب برابرولو لپاره د حج له فریضې څخه استفاده کوی.
له بشری حقوقو څخه د ملاتړ دغې سوئیزرلېنډی ادارې د قطری حاجیانو په خلاف د ریاض د رژیم د تپلو بندیزونو په ردعمل کښې له عربو اتحادیې، د اسلامی تعاون له تنظیم، د بشری حقوقو د عالی کمېشنرۍ له دفتر او د ملګرو ملتو د دینی ازادیو د چارو له خاص رپورټر څخه د مرستې غوښتنه وکړه.
له بشری حقوقو څخه د ملاتړ سوئیزرلېنډی ادارې د قطری حاجیانو په خلاف د سعودی خنډ اچونې غېر اخلاقی او د نړیوالو قوانینو په خلاف اقدام وبلۀ.
دا په داسې حال کښې دی چې د قطر د بشری حقوقو د ملی کمېټۍ مشر علی بن صمیخ المری هم د سعودی لخوا د قطر د حاجیانو په لاره کښې په خنډ اچونو باندې په نیوکې سره سعودی ته د دوحې د نېغ په نېغه الوتونو د شروع کولو او د زمکنیو لارو د خلاصولو غوښتنه کړې وه.