په سیاسی انګېزې سره د قطر او سعودی د پولې خلاصېدل
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i54324-په_سیاسی_انګېزې_سره_د_قطر_او_سعودی_د_پولې_خلاصېدل
د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: د قطری حاجیانو مخې ته د قطر او سعودی د پولو پرانېستل سیاسی انګېزه لری.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
Aug 17, 2017 18:50 Asia/Kabul
  • په سیاسی انګېزې سره د قطر او سعودی د پولې خلاصېدل

د قطر د بهرنیو چارو وزیر وویل: د قطری حاجیانو مخې ته د قطر او سعودی د پولو پرانېستل سیاسی انګېزه لری.

د روسیا الیوم د رپوټ له مخې د قطر خاجه وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثانی نن د قطر د حاجیانو په خاطر د پولو د پرانېستو لپاره د سعودی له فېصلې څخه هرکلے وکړ او دا یې د خپل هېواد د محاصرې د ختمولو په لړ کښې یو ګام وبلۀ.

د قطر د بهرنیو چارو وزیر همدارنګ تاکید وکړ، سعودی د حج په مناسکو کښې د قطری حاجیانو د امنیت د ټینګولو ذمه وار دے.

د سعودی باچا ملک سلمان پرون د قطری حاجیانو لپاره د سعودی او قطر ترمېنځ د یوازېنۍ لارې د پرانېستو حکم جاری کړ.

د دغې لارې له پرانېستې وروسته نن ماسپښین د قطر د حاجیانو وړومبنے کاروان سعودی ته ورسېد.

سعودی، اماراتو، بحرېن او مصر د تېر جون په پینځمه نېټه له ترهه ګرۍ څخه په ملاتړ او د دغو هېوادونو له سیاستونو سره په نه غږملتیا باندې د دوحې په تورنولو سره له قطر سره خپل سفارتی تعلقات ختم کړل او له دغه هېواد سره یې خپلې زمکنۍ، سمندری او هوائی پولې وتړلې.