د عراق تلعفر ښار په بشپړه توګه آزاد شو
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55024-د_عراق_تلعفر_ښار_په_بشپړه_توګه_آزاد_شو
د عراق د قادمون عملیاتو قومندان د داعش له نیواکه د نینوا ولایت د تلعفر ښار د ټولو سیمو د بشپړې آزادۍ خبر ورکړ.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Aug 27, 2017 14:50 Asia/Kabul
  • د عراق تلعفر ښار په بشپړه توګه آزاد شو

د عراق د قادمون عملیاتو قومندان د داعش له نیواکه د نینوا ولایت د تلعفر ښار د ټولو سیمو د بشپړې آزادۍ خبر ورکړ.

عراقي سرچینو ویلي چې د قادمون عملیاتو قومندان عبدالامیر رشید یارا... وویل: د عراق پوځ او ولسي مبارز ځواک نن سهار توانیدلی چې په تلعفر کښې حی العسکري او الصناعة الشمالیه سیمې له داعشي ترهګرو آزادې کړي او د ټول ښار کنټرول په خپل لاس کښې واخلي. داشان د تلعفر ښار ټولې ۲۹ سیمې د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه خلاصې شوې.

د عراق دفاع وزارت هم اعلان وکړ چې د دغه هیواد وسله والو ځواکونو د تلعفر ښار د ټولو سیمو کنټرول په خپل لاس کښې واخیسته. په عین حال کښې د لبنان المیادین چینل د عراق د دفاع وزارت لخوا د تلعفر ښار د بشپړې آزادۍ له اعلان وروسته د دغه ښار له دننې څخه ځینې ویډیو خپرې کړې.

عراقي ځواکونو د دې بریا په وجه د تلعفر ښار په مرکز کښې جشن او خوشالۍ وکړې.

د داعش ترهګرې ډلې له نیواکه د عراق د نینوا ولایت په لویدیځ کښې د تلعفر ښار د آزادۍ عملیات د روانې آګست میاشتې له شلمې نیټې پيل شوي وو.