د لبنان ختیځې لوړې له تکفیریانو بیخي پاکې شوې دي
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i55273-د_لبنان_ختیځې_لوړې_له_تکفیریانو_بیخي_پاکې_شوې_دي
د لبنان د حزب ا... عمومي منشي وویل: د لبنان په ختیځو لوړو کښې د تکفیري او ترهګرو ډلو څو کلن وسله وال شتون پاې ته رسیدلی دی.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Sep 01, 2017 03:12 Asia/Kabul
  • د لبنان ختیځې لوړې له تکفیریانو بیخي پاکې شوې دي

د لبنان د حزب ا... عمومي منشي وویل: د لبنان په ختیځو لوړو کښې د تکفیري او ترهګرو ډلو څو کلن وسله وال شتون پاې ته رسیدلی دی.

سید حسن نصر ا... پرون د لبنان (د آزادۍ دویم اختر) نومې مراسمو کښې د دغه هیواد په شمال ختیځ کښې له ترهګرو سره په جګړه کښې د پوځ او مقاومت وروستیو بریاو ته په اشارې سره ټینګار وکړ: نن سبا د لبنان په هیڅ سیمه کښې ترهګر نشته او دا یو داسې حقیقت دی چې نړۍ پرې باید خبر شي.

د حزب ا... عمومي منشي د لبنان او سوریې په ګډو پولو کښې د ترهګرۍ خلاف دوو عملیاتو کښې له ترلاسه شوې بریا څخه د امریکایانو په قهر باندې په ټنیګار سره وویل: امریکايي چارواکو د دې عملیاتو له پیلیدو سره هممهاله د لبنان پوځ د تجهیزاتي مرستو په بندولو وګواښه.

حسن نصر ا... د لبنان په شمال ختیځ، سوریې او عراق کښې د ترهګرو دیره کول، د برجام موافقې لغوه کول، په یمن کښې وژلې او په سوریه کښې شخړې د دغه هیواد د تیلو او ګیس د سرچینو په شمول د مینځني ختیځ د هیوادونو د پانګې د لوټلو په هدف سره یوه امریکايي-صهیونیسټي او تکفیري طرحه وبلله او څرګنده یې کړه: امریکې او اسرائیل د دې دسیسه ناکې طرحې د عملي کولو لپاره له داعش ډلې ډیره تمه درلودله خو د مقاومت چورلیز د روسیې په مرستې سره سخته ماتې ورکړه.