تیره میاشت په عراق کښې ۱۱۶ ملکي وګړي وژل شوي دي
Sep 02, 2017 03:19 Asia/Kabul
په عراق کښې د ملګرو ملتو ماموریت (اونامي) پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې وړاندې شوې احصایئې یوازې د ملکي تلفاتو دي.
په عراق کښې د ملګرو ملتو مشن د دغه هیواد په بیلابیلو سیمو کښې د ترهګرو بریدونو له امله د روان کال په آګست میاشت کښې د ۱۱۶ نورو ملکي وګړو د وژل کیدو او د ۱۸۱ د زخمي کیدو خبر ورکړ.
په عراق کښې د ملګرو ملتو ماموریت (اونامي) پرون په یوه خبرپاڼه کښې وویل چې وړاندې شوې احصایئې یوازې د ملکي تلفاتو دي.
زیاتره عامه عراقیان د د غه هیواد په پلازمینه بغداد کښې وژل شوي دي چې پکښې ۴۵ تنه وژل شوي او ۴۵ زخمي شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې د جولایۍ میاشتې په پرتله په آګست میاشت کښې د مرګ ژوبلې اندازه کابو نیمايي ته راټیټه شوې ده. په جولایۍ کښې په مجموعي توګه ۲۳۹ ملکیان وژل شوي او ۲۷۳ زخمي شوي وو.
ټیګونه