دریاض چارواکو دایران په ضد رسانئ یرغلونه منع کړل
د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په همداوروستیو کې یو ځل بیا وئیلی دی ، که سعودی عربستان پخپلو سیمه ایزو سیاستونو بیا کتنه وکړی ، نو دایران داسلامی جمهوریت له ډیر مثبت عکس العمل سره به مخ شی .
الرای الیوم ورځپاڼې پرون د سعودی عربستان دلوړروتبه سرچینو له قوله راپورورکړی ، د سعودی عربستان پاچائی دیوان د دغه هیواد ټیلیویژنی چینلونو ، ورځپاڼو اورسندویو ته امر کړی ، دایران داسلامی جمهوریت په ضد دې رسانئ یرغله ډډه وکړی .
د رای الیوم دراپور په اساس دغه حکمونه دحج دمسئلو په باب د دو اړخیزو تفاهمونو وروسته د دواړو هیوادونو ترمینځ دنزدیکیدونکی سیاست په چوکاټ کې ترسره کیږی .
ایران او سعودی عربستان په همداوروستیو میاشتو کې دحج له مناسکو مخکې دوه اړخیزه تفاهم نامه لاسلیک کړې وه چې دحج په مناسکوکې پرې په ښه ډول عمل شوی دی .
د حج او زیاراتو په چارو کې د ولی فقیه استازی حجةالاسلام علی قاضی عسګری ددې خبرې په کولو سره چې ایران هڅه کړې ، څو دحج فریضه بنده نشی ، زیاته کړې ، دحج اوزیاراتو د ادارې دمشر حمید محمدی په مشرۍ دایران د نمایندګۍ پلاوی دسعودی عربستان له اړونده چارواکو سره د ډیرو منطقی ، رغنده اوروښانه خبرواترو په څو پړاؤنو کې ښې نتیجې ته رسیدلی دی .
سعودی عربستان په ۲۰۱۶کال کې په چټی دلیلونو سره دحج په مناسکو کې د ایران اوسورئې پشمول دځینو اسلامی هیوادونو دحاجیانو دشتون مخه نیولې وه ، چې بلاخره ئې هم داسلامی ایران دپلاوی درستې غوښتنې ومنلې اوسږکال دحج په مناسکو کې دایران داسلامی جمهوریت څه دپاسه شپږاتیا زره حاجیانو شتون درلود او په ډیر پرتم سره ئې دحج عبادی اوسیاسی عملونه ترسره کړی دی. همداراز ټاکل شوې ده چې دسعودی عربستان یو پلاوی ډیر زر تهران ته راشی څو په تهران کې دسعودی عربستان تړل شوی سفارت وګوری . سرچینې وائی ممکنه ده په څو میاشتو کې په تهران کې دسعودی عربستان سفارت بیرته پرانیستل شی
داپه داسې حال کې دی چې د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر محمد جواد ظریف په همداوروستیو کې یو ځل بیا وئیلی دی ، که سعودی عربستان پخپلو سیمه ایزو سیاستونو بیا کتنه وکړی ، نو دایران داسلامی جمهوریت له ډیر مثبت عکس العمل سره به مخ شی .. هغه وئیلی دعربستان سیمه ایز سیاستونه ډیر ورانکار دی او پخپله د دغه هیواد په تاوان هم دی ، چې بلاخره ئې هم پخپله احساس کړی دی .