دنړۍهیوادونه دې له اربیل سره تیلی اړیکې غوڅې کړی
دعراق لومړی وزیر حیدار العبادی نن سهار وختی د دغه هیواد په کردستان سیمې کې دجلاکیدا د ټول پوښتنې له پیلیدو څو ساعته مخکې پخپل ټیلیویژنی پیغام کې چې په پیل کې په کردی ژبه او بیا ورپسې په عربی اصلی ژبه خپور شو ، د جلاکیدا دټول پوښتنې دترسره کیدا په باب د دغې سیمې د مشر مسعود بارزانی په یواړخیزې او غیر قانونی فیصلې یو ځل بیا په سختو نیوکو سره ووئیل ، دبغداد حکومت دعراق دمځکنۍ بشپړتیا دساتنې په زمینې کې نور ګامونه هم په نظر کې نیولی دی او هغه به په مناسب وخت سره اعلان کړی .
روئیټرزخبری آژانس راپورورکړ دعراق لومړی وزیر یو ځل بیا دعراق دکردستان سیمې مشکلات داخلی وبلل او دمالی شفاف والی په تیره بیا د دغې سیمې دتیلی عایداتو په زمینې کې ئې دشفاف سازۍ غوښتنه وکړه .
داپه داسې حال کې دی چې دعراق په پارلیمان کې دصدر ډلې د الاحرار فریکشن هم مسعود بارزانی دعراق دکردستان سیمې دجلاکیدا دټول پوښتنې دسپیرو اغیزو مسئول بلل او له مرکزی حکومته ئې غوښتی دی دعراق یو موټی کیدا او مځکنۍ بشپړتیا په ساتنې کې دې لازم اقدامات وکړی . دغه راز د عراق ولسمشر فواد معصوم هم د دغې غیر قانونی ټول پوښتنې دترسره کولو لپاره دبارزانی فیصله یو اړخیزه وبلله او د دغې سیمې او دعراق دمرکزی حکومت پر مسئولانو ئې غږ کړی ، دتاؤتریخوالی له زیاتیدو دې ډډه وکړی .
همداراز د عراق دمرکزی حکومت په یوې اعلامیې کې چې د لومړی وزیر حیدرا العبادی په مشرۍ د د غه هیواد ملی امنیت دشورا له غونډې وروسته صادره شوی ، د نړۍ له درستو هیوادونوو غوښتل شوی ، دعراق دکردستان سیمې دجلاکیدا د ټول پوښتنې دترسره کیدا په سر داختلافاتو په دلیل دې له اربیل سره خپلې تیلی اړیکې پای ته ورسوی .
په دغې اعلامیې کې همداراز راغلی دی ، درستې سرحدی سترې لارې له مرکزی حکومت سره اړه لری او تیلی ګټې هم د عراق داساسی قانون په اساس دعراق دملت ملی ګټو سره اړه لری
خبرو سرچینو وئیلی دی ، دعراق دملت او مرکزی حکومت او دغه راز د سیمه ایزو اونړیوالو زیاترو هیوادونو له مخالفت سره سره دعراق په کردستان سیمې کې دجلاکیدا ټول پوښتنه پیل شوی ده .